تازه خبرونه

امریکا له افغانستان خپل یوشمېر پوځي تجهیزات ایستلي دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۰)

امریکايي چارواکو ویلي، چې د امریکا له پوځي تجهیزاتو څخه ډکې ۶۰ الوتکې له افغانستان څخه وتلي او د راتلونکې سې شنبې پر ورځ به ۱۳۰۰ نور اړوند تجهیزات ویجاړ شي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ په ډاګه کړې: له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو ایستلو هڅې تر راتلونکې سې شنبې پورې له دوه څخه تر شپږ سلنې بشپړې شي.

دې ورځپاڼې د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ باروړونکې جیټ الوتکې (سي – ۱۷) چې کولی شي ۱۷۹۰۰ پونډه توکي ولېږدوي، له افغانستان څخه پر لېږدولو اخته دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ زیاته کړې، چې د ځواکونو او تجهیزاتو د ایستلو په اړه امنیتي معلومات امنیتي شرایطو ته په کتو اټکلي وړاندې کیږي.

دې قومندانۍ منلې، چې په هلمند ولایت کې یوه پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

راپور دا هم په ډاګه کړې، چې امریکا به یو شمېر پوځي تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپاري او ځینې به یې د پوځي عملیاتو لپاره نورو هېوادونو ته واستوي.

په امریکا کې یوې پوځي ورځپاڼې خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر سپارښتنه پیل شوي او د سپټمبر تر ۱۱ به بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version