سیمه ییز خبرونه

امریکا له افغانستان سره د استعمارګر قوت په توګه چلند کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر پر امریکا تور لګوي، چې د امنيتي تړون د لاسليك لپاره له افغانستان سره د استعمارګر قوت په توګه چلند كوي.

افغان ولسمشر حامد كرزي له فرانسوي ورځپاڼې لې مونډ سره په مركه كې ويلي، چې امريكا د افغانستان د سولې له پروسې سره رېښتينې هڅې نه كوي.

ده له امريكا د كابل د امنيتي تړون د لاسليك لپاره پخواني شرطونه ياد كړي او ويلي يي دي كه امريكا يي شرطونه ومني، تړون به لاسليك كړي.

افغان ولسمشر همدارنګه وایي، زه د امنيتي تړون موافق يم، خو دا تړون بايد افغانستان ته سوله راولي او د افغانانو په كورونو خپلې حملې بندې كړي.

افغان ولسمشر په ټينګار سره ويلي، چې امريكا كه وغواړي د سولې له بهير سره د پام وړ اغېزناكه همكاري كولى شي.

افغان ولسمشر همدارنګه ووېل، امريكا له پاكستان سره دوستانه اړيكې لري او پاكستان له وسله والو طالبانو سره په تماس كې دى. امريكا په غېر مستقيمه او مستقيمه توګه افغانستان ته سوله راوستلاى شي.

ولسمشر زياته كړې كه امريكا يې شرطونه ومني له امريكا سره به امنيتي تړون له ټاكنو مخكې لاسليك كړي.

نوموړى د امنيتي تړون په باب د امريكايي چارواكو څرګندونې د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، د افغانانو په منځ كې روانې جګړې ته لمن وهل يرغليز عمل دى. رواني جګړه زمونږ د اقتصاد په وړاندې جګړه ده ځكه شركتونه هڅول كېږي خپلې پانګې بهر كړي.

افغانانو ته د امريكايي سرتېرو د وتو له كبله  اندېښنې پېدا كوي. دا د امريكا د تبليغاتو پاېله ده.

ښاغلي کرزي همدا راز ویلي چې؛ امریکايي چارواکي په افغانستان کې د معاشونو د بندولو، کورنۍ جګړې ته د هېواد د وردننه کولو اویا د یوې ناامنې فضا د رامنځته کولو ګواښونه کوي.

Trending

Exit mobile version