کوید۱۹

امریکا له افغانستان سره د کرونا یو میلیون خوراکه واکسین مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د یو میلیون خوراکه کرونا واکسین ترڅنګ امریکا هم چمتو کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا خانګړي استازي ټویټ کړی، چې امریکا له افغانستان سره د کرونا یو میلیون خوراکه واکسین مرسته کوي او تر څنګ یې له افغانستان سره په بشردوستانه مرستو کې څلور سوه څلور اویا میلیون ډالر زیات شوي دي.

د دغه امریکایي ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ دا واکسین د کوواکس پروګرام له لارې وړاندې کیږي او له افغانستان سره د امریکا لخوا د مرسته شوي واکسین کچه څلور اعشاریه درې میلیون خوراک ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس مرکزونه فعال دي او له دې واکسینه به تول هېوادوال پخپل وار برخمن شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر وایي: په ټولیزه توګه مخکې هم د سټرازینکا واکسین ۱۶۸۰۰۰ خوراکه د کوواکس پروګرام له لارې افغانستان ته رااستول شوي دي. د تېرې چار شنبې پر ورځ مونږ ولیدل، چې د سینوفارم واکسینو ۸۰۰۰۰۰ خوراکه له چین څخه افغانستان ته راورسیدل. یو شمېر ولایتونه د واکسین له کمښت سره مخ ول، چې تېره او روانه اوونۍ ټولو ته ووېشل شول.

هغه واکسینونه، چې له افغانستان سره مرسته شوي؛ د ساتنې په تړاو یې اندېښنې شته؛ خو د عامې روغتیا مسوولین وایي، چې د کرونا واکسین ساتنې لپاره لابراوتوارونه هم فعال دي.

جاوید هژیر زیاته کړې؛ الحمدالله مونږ دمګړۍ د کرونا په اړه په ښه وضعیت کې یوو. تېره ورځ له اته سوه څلور کسانو کتنه ترسره شوې، چې ۱۲ ترې مثبت پېښې وې او په خواشینۍ، چې یوه مړینه مو هم لرله.

د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان له خلکو سره د مرستندویه بنسټونو مرستې په ځانګړي توګه د روغتیا په برخه کې ستایي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړې؛ دا یوه ښه ګام دی، مونږ یې هرکلی کوو او غواړو، چې مرستندوي هېوادونه پدې اړه خپلې مرستې روانې وساتي. دا یوه ښه همکاري ده او له ښه شامته په هېواد کې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي هڅې ګړندۍ دي.

خلک غواړي، چې دا واکسینونه په برابر او منظم ډول پر خلکو ووېشل شي.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره نږدې دوه اعشاربه پېنځه میلیون خوراکه کرونا واکسین خلکو ته ورکړ شوی، چې دا بهیر به روان وساتل شي.

Trending

Exit mobile version