تازه خبرونه
امریکا له افغانستان څخه د هنري او لرغونو آثارو پر واردولو بندیز ولګاوه
(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۰)
امریکا د ۴ کلونو لپاره له افغانستان څخه د هنري او لرغونو آثارو پر واردولو بندیز ولګاوه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې، دا بېړنۍ پرېکړه د فبرورۍ پر ۱۸ پلې شوې او د ۲۰۲۶ کال د اپریل تر ۲۸ پورې به د ټینګار وړ وي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دوی د فرهنګي ملکیتونو اجاري قانون (CPIA) ته اجازه ورکړې، چې د لرغونو آثارو او توکمیزو توکو د لوټ، تالان او قاچاق مخه دې ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ د منع شویو توکو یو نوملړ هم خپور شوی، چې له مخې یې هیڅوک امریکا د افغانستان د لرغونو او هنري توکو د رالېږدولو حق نلري.