تازه خبرونه

امریکا له افغانستان څخه روسیې ته د هیرویینو صادرولو ته لیواله وه – میدودوف

Published

on

د روسيې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدودوف څرګنده کړې، چې امریکا غوښتل، نشه‌یي توکي له افغانستان څخه روسیې او نورو هېوادونو ته صادر کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو تحریک( اسلامي امارت) د نشه‌یي توکو پر وړاندې د یوه کال مبارزه د امریکا پر مشرۍ د ناتو ائتلاف له شل کلنې مبارزې ډېره اغېزناکه ده.

هغه ادعا کړې، چې امریکا روسیې ته د هیرویینو له صادرولو سره ليوالتیا لرله.

دغه روسي سیاستوال د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د نشه‌یي توکو په اړه خپاره شوي راپور ته هم نغوته کړې ده. د دغه راپور له مخې؛ په افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵ سلنه کم شوی دی.

دیمتري میدودوف په خپل تیلیګرام کې لیکلي: له یو کال څخه په کمه موده کې طالبانو (اسلامي امارت) پرته له دې، چې مونږ یې په اړه څه احساس وکړو؛ هغه څه وکړل، چې د امریکا پر مشرۍ د ناتو ائتلاف ونه‌شو کولی په ۲۰ کلونو کې تر سره کړي. دا هغه څه دي، چې پېښیږي او هغو، چې غوښتل روسیې او نورو هیوادونو ته هیرویین صادر کړي؛ دا سیمه پخپله پریږدي.

ویل کیږي ، چې امریکا او متحدینو یې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ بشپړه کړه او ورسره نه یوازې د امریکا پر مشرۍ ۲۰ کلنه جګړه ودرېده، بلکې د نشه‌یي توکو د کر او قاچاق په اړه هم د سیمې اندېښنې مخ پر کمیدو شوې.

Trending

Exit mobile version