تازه خبرونه

امریکا له افغان کډوالو سره نږدې ۴۰ میلیون دالر مرسته کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکا له افغان کډوالو سره له ۳۹ میلیون دالر ډېره مرسته کوي، چې له دې سره د دغه هېواد مرستې د روان کال له پیله تر اوسه په بشري برخه کې څه باندې۲۰۷میلیون دالرو ته ورسیدې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې د افغانستان لپاره په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو غوښتنه له پامه ونه‌غورزوي.

ملګرو ملتونو له هغو کډوالو سره، چې افغانستان ته په وروستیو کې ستانه شوي دي د مرستو هیله کړې ده.

واشنګتن د دې ژمنې اعلان په داسې وخت کې کړې، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ ویاند نادر فرهاد په ډاګه کړې؛ د پیسو د ستونزې له امله د پاکستان حکومت موافقه کړې، چې د افغان مهاجرو د ایستلو لړۍ د ژمي په مخه ودروي او له کابل سره هم په خبرو کې دي، چې موافقه ترلاسه کړي.

Trending

Exit mobile version