نړۍ

امریکا له اوکراین سره د نورو امنیتي‌ مرستو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۵, ۱۴۰۱)

رویټرز په ډاګه کړې، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د چارشنبې پر ورځ اوکراین ته د درندو توپونو په ګډون د ۸۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه.

جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلنسکي سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي؛ د روسیې له یرغل راپدیخوا له اوکراین سره له ۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډېرې مرستې شوي، چې په کې توپچي سیسټمونه، مرمۍ، زغره وال پرسونل وړونکي او بې پیلوټه ساحلي دفاعي کښتۍ شاملې دي.

بایډن ویلي، چې د نورو چورلکو او تجهیزاتو ورلیږدول به هم تصویب؛ ځکه، چې دا له برید سره د مقابلې لپاره ډېر اړین دي.

بایډن څرګنده کړې؛ مونږ اوس آرام پاتې کېدلی نشو. ما ولسمشر زیلینسکي ته ډاډ ورکړی، چې د امریکا خلک به د اوکراین له زړورو خلکو سره د آزادۍ په جګړه کې تر پایه ودریږي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په نوې بسته کې یوولس Mi-17 چورلکې شته، چې تېر کال د امریکا ملاتړي حکومت له نسکورېدو مخکې افغانستان ته ځانګړې شوې وې. په دې کې اتلس 155mm هاویټزرونه، د ۴۰۰۰۰ توپخانې رادارونه، د توپ ضد رادارونه، ۲۰۰ زغره لرونکي پرسونل وړونکي او ۳۰۰ اضافي “سویچ بلیډ” ډرون شامل دي.

دا لومړی ځل دی، چې امریکا اوکراین ته هاویټزرونه ورکړل.

د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي؛ د هاویټزر، رادار او نورو پوځي تجیزاتو د کارولو په اړه به اوکرایني ځواکونو ته روزنه ورکړ شي.

زیلینسکي له امریکایي او اروپایي مشرانو څخه غوښتنه کړې، چې درندې وسلې او تجهیزات ورته چمتو کړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د اووه اوونیو په اوږدو کې په زرګونه خلک وژل شوي او میلیونونه بې ځایه شوي دي.

دغه راز په راپور کې ویل شوي، روسیه نده توانېدلې، چې خپل ډېر پوځي اهداف ترلاسه کړي؛ ځکه، چې اوکراینیانو له تمې ډېر ټینګار کړی دی.

روسیه په اوکراین کې خپل عملیات د اوکراین د پوځي وړتیاوو د له منځه وړلو او د خطرناکو ملتپالو د نیولو لپاره “ځانګړي نومولي؛ خو اوکراین او لویدیځ وايي، چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی او بې بنسټه جګړه یې پیل کړې ده.

د چارشنبې پر ورځ د رویټرز د راپور له مخې، روسیې ویلي، چې د اوکراین په جنوب ختیځ کې یې د ماریوپول بندر کنټرول په لاس کې اخیستی او له  زر ډېر اوکرایني سمندري ځواکونه ورته  تسلیم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین د روسیې د یوې کښتۍ د ویشتلو ادعا کړې، چې روسیه یې په کښتۍ کې چاودنه بولي.

Trending

Exit mobile version