تازه خبرونه
امریکا له جنرال میلر څخه فرانک مکنزي ته د واک لیږدولو طرحه تائید کړه
پنټاګون تائید کړې؛ امریکایي چارواکو د امریکایي ځواکونو له قومندان جنرال میلر څخه جنرال فرانک مکنزي ته د واک لیږدولو طرحه منلې ده.
د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، چې دفاع وزیر لوویډ آسټین دغه طرحه تائید کړې ده.
کربي زیاته کړې، چې دا بدلونونه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د بهیر یوه برخه ده.
نوموړی وایي: مونږ تمه لرو، چې لیږد به د دې میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.
د پنټاګون ویاند جان کربي څرګنده کړې: جنرال میلر به تر راتلونکیو څو اوونیو په افغانستان کې پاتې وي، چې خپل مسوولیتونه جنرال مکنزي ته وسپاري.
جنرال مکنزی به د تروریستي ډلو پرضد د هوايي بریدونو واک هم ولري او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به افغان ځواکونو ته مالي، لوژیستیکي او تخنیکي مرستې چمتو کوي.
امریکا دا هم ویلي، چې دا بهیر په افغانستان کې د امریکایي ډیپلوماټیک شتون لپاره مهم دی او افغان او امریکايي چارواکو پدې اړه پرېکړه کړې ده.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ د امریکا دفاع وزیر منلې، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له پای ته رسیدو وروسته به د سفارت ساتنه د سمندري ځواک ځواکونو عمومي قومندان جنرال پیټر وازلي په غاړه ولري.
راپور زیاته کړې، چې جنرال کورټیس بوذارډ به په افغانستان کې د دفاعي همکاریو د دفتر مسوول وي او له جنرال وازلي سره به کار کوي.
د یادونې ده، چې په قطر کې د دفاعي امنیت همکارۍ مدیریت به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویلوي او له لرې څخه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ملاتړ صلاحیت هم لري.