ساینس او ​​ټیکنالوژي

امریکا له راداره د تښتېدونکې بم غورزوونکې اتومي الوتکې مخکتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۲, ۱۴۰۱)

امریکا د جمعې پر ورځ د خپلو پوځي تجهیزاتو د عصري کولو او په پټه توګه یې له کلونو هڅو وروسته د خپلې له راداره تښتېدونکې بم غورزوونکې پرمختللی اتومي الوتکې مخکتنه وکړه.

په تېرو ۳۰ کلونو کې دا «B-21 Raider» یا بریدکوونکې بي ۲۱ نومې نوې امریکايي بم غورزوونکې الوتکه ده، چې څه نا څه  ټول معلومات یې محرم دي.

په لومړي نظر کې د انځورونو له مخې؛ دا نوی بم غورزړوونکې الوتکه د تورې له راداره تښتېدونکې اتومي الوتکې ته ورته ښکاري، چې B-2 Phantom نومې پیژندل کیږي، چې په پای کې به یې ځای ونیسي؛ خو د پنتاګون د چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې بم غورزوونکې دننه بڼه په بشپړه توګه له هغې سره توپیر لري.

د نورثروپ ګروممان B-2 سپیریت اجرائیوي رییس واردن د څرګندونو له مخې، د دې نوې بن غورزوونکې الوتکې داخلي کارونه د B-2 سپیریت پر پرتله د کمپیوتري وړتیاوو له مخې خورا پرمختللي دي؛ ځکه ، نو دا د هغې پر پرتله له راداره چټکه تښتېدونکې ده.

پنتاګون له چین او روسیې سره د مخ پر زیاتېدونکې مخامختیا او ګواښونو له کبله د خپلو درې اړخیزو اتومي وسلو؛ اتومي بمونو، بالستیک اتومي توغندیو، اوبتلونو او اتومي خولیو د عصري کولو هڅې تر سره کوي.

د چارشنبې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د چین د پوځي او امنیتي پرمختګونو په اړه د پنټاګون د وروستي کلني راپور له خپرولو سره اعلان وکړ، چې چین به تر ۲۰۳۵ ز. کال پورې د خپلو اتومي وسلو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسوي او دا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.

Trending

Exit mobile version