تازه خبرونه

امریکا له روغتیا نړیوالې ټولنې څخه د وتو ګواښ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹)

سپینې ماڼۍ په رسمي بڼه ملګرو ملتوو ته خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات د روغتیا له نړیوالې ټولنې څخه وځي.

ولسمشردونالد ترمپ په اپریل میاشت کې روغتیا نړیوالې ټولنې( ډبلیو اچ او) بودیجه وځنډوله او یوه میاشت وروسته یې وویل غواړي له دې ټولنې څخه ووځي.

ترمپ د روغتیا نړیواله ټولنه تورنه کړې، چې له کرونا ویروس سره یې د مبارزې په کار کې یې د چین لوري ته ډېر پام اړولی او په ټولنه کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ترمپ په می میاشت کې څرګنده کړې وه: مونږ د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او هغوی باید په مستقیم ډول عملي کړې وای؛ خو له دې کاره یې ډډه وکړه. هغوی ناکام شول، چې هر اړخیز او پراخ وړاندیز شوي اصلاحات عملي کړي. مونږ به سر له نن څخه خپل روابط بند کړو.

د ډبلیو اچ او د قوانینو له مخې، هر هغه هېواد، چې له یادې ټولنې څخه وځي؛ باید یو کال مخکې خبر ورکړي. که ترمپ د نوامبر ټاکنې وبایلي، کیدای شي راتلونکی ولسمشر په سازمان کې د پاتې کیدو پرېکړه وکړي.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره دیموکرات نوماند جوبایدن ویلي؛ که دی د نوامبر انتخابات وګټي، نو د ولسمشر په توګه به د خپل کار پر لومړۍ ورځ له یادې ټولنې سره بېرته یوځای شي او په نړۍ کې به د امریکا رهبري بېرته پرځای کړي.

Trending

Exit mobile version