تازه خبرونه

امریکا له طالبانو سره پر لاسلیک شوي تړون بیاکتنه کوي – بلینکن

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۳۹۹)

د جوبایډن لخوا بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی انټوني بلینکن پرون (سې شنبه د مرغومي ۳۰) د خبرو پر مهال په ډاګه کړه،  چې د امریکا نوې اداره به له طالبانو سره پر لاسلیک شوي تړون بیاکتنه وکړي.

نوموړي دا هم وړیلي، چې دی به د امریکا د بهرني سیاست د بدلولو هڅه هم وکړي.

هغه په دې اړه څرګنده کړې: مونږ باید وګورو، چې د څه په اړه خبرې شوي. زه اوس هم پر جزئیاتو نه پوهیږم.

بلینکن زیاته کړې: زه باور نه لرم، چې کوم تړون به په تېرو ۲۰ کلونو کې د ښځو او نجونو حقونو ته له پاملرنې پرته پخپل حال پاتې شي.

هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتل په اړه ویلي، چې د بایډن اداره له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي.

غوره شوی ولسمشر جوبایډن غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې د ځواکونو له ویستو وروسته هم امریکا له ترهګرۍ سره د بیا مبارزې ظرفیت ولري.

د ایران په اړه د امریکا د بهرني سیاست په اړه  بلینکن وویل، چې دغه هېواد باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري.

هغه وایي؛ غوره شوي ولسمشر بایډن هغه وړاندیز ته ژمن دی، چې ایران به اټومي وسله نه ترلاسه کوي.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړ، چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي دا به ورته نور هم خطرناک شي.

Trending

Exit mobile version