تازه خبرونه

امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې د سفارت پر امنیتي طرحه کار روان ساتلی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۰)

د امریکا د مرکزي قومندانې (سینکام) قومندان ویلي، چې هغه په ​​کابل کې د امریکا سفارت لپاره امنیتي طرحه چمتو او دفاع وزیر ته وړاندې کړی ده.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ(سینکام) قومندان جنرال کنت مکنزي ویلي: مونږ د لیږد په حالت کې یو؛ هغه اصلاح کوو. له بده مرغه روان وضعیت ته په پاملرنه زه نشم کولی د دې پلان په اړه نور څه له تاسې سره شریک کړم.

جنرال مکنزي زیاته کړې، چې القاعده او داعش غواړي امریکا او متحدین یې تر بریدونو لاندې راولي.

هغه پدې اړه څرګنده کړې؛ بې ساري ده!  دوی غواړي پر مونږ او متحدینو مو په خپلو ټاټوبو، اروپا او نورو ځایونو کې بریدونه وکړي… دا د دوی د میرمنو لخوا مستند شوي دي.

دغه امریکایي جنرال زیاته کړې: مونږ باور لرو، چې په افغانستان او سوریه کې پر دغو ډلو فشار د بریدونو مخه نیولې ده. د بېلګې په توګه مونږ او د سوریې دفاعي ځواکونه د فشارونو د ترسره کولو لپاره ګډ کار کوو، چې د دوی(داعش) د بریدونو مخنیوی وکړو: ځکه دوی اوس د ژوندي پاتې کیدو لپاره جګړه کوي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ دې قومندان ویلي، چې دی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا راپورته کیدو په اړه اندېښنه لري.

هغه ویلي؛ په افغانستان کې هم دا شونې ده. هغه څه، چې ما انېښمنوي دا دي، چې په راتلونکي کې به پر دغو ډلو هیڅ فشار نه وي. دوی هم غواړي، چې ژوندي او قوي شي… او مونږ باید شکمن شو، چې دوی څه وایي، هغه کوي. دوی څو ځلې ویلي، چې دوی مونږ په خپل هېواد کې تر برید لاندې نیسي.

جنرال مکنزي ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستان څخه وځي؛ خو یوازنی شی، چې باید وساتل شي په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت او ډیپلوماټان دي.

هغه زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو سربېره  امریکا به له افغان ځواکونو هم ملاتړ وکړي.

هغه وایي: مونږ اوس هم هڅه کوو، چې د دوی مالي ملاتړ وکړو او د افغان هوایي ځواک د ملاتړ لپاره پوره هڅې کوو.

ماکنزي ویلي؛ دوی به له لرې څخه افغان امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي او له هغو ملاتړ به روان ساتي.

Trending

Exit mobile version