تازه خبرونه

امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پر ترکیه باور کولی شي – اردوغان

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۰)

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي؛ له افغانستان څخه د نړیوالو پوځونو له وتلو وروسته ترکیه یوازنی باوري هېواد دی، چې افغانستان ته ثبات راوستلی شي.

ترکیې ته په کابل کې د حامد کزري نړیوال هوايي ډګر د امنیت چارو د سپارل کیدو د راپورونو له خپریدو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، چې د نړیوالو سرتېرو له وتلو وروسته ترکیه یوازنی هېواد دی، چې افغانستان ته د ثبات راوړلو لپاره پرې باور کیدای شي.

په پام کې ده، چې د ترکیې ولسمشر اردغان به د افغانستان د ثبات لپاره د انقرې پلان د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره شریک کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان څرګنده کړې؛ امریکا په بیړه له افغانستان وځي. کله، چې دوی ووتل ترکیه یوازنی هېواد دی، چې هلته به وضعیت له خیره کابو کړي.

په پام کې ده، چې د ترکیې ولسمشر به د افغانستان د ثبات لپاره خپل پلان د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر جوبایدڼ سره شریک کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي، چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر موضوع به په سرمشریزه کې هم خبرې وکړي.

په کابل کې ځينې سیاستوال وايي، چې طالبان به د پاکستان په لارښوونه ترکیې ته د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت سپارلو سره مخالفت ته دوام ورکړي.

بخوانی طاب چارواکی سید اکبر آغا وايي، چې د نړیوالو سرتېرو له وتو وروسته به طالبانو ته د ترکیې مرسته هغه وخت د منلو وي، چې د ناټو تړون له چوکاټه بهر یې له افغانستان سره وکړي.

 هغه زیاته کړې؛ ترکیه د ناټو غړی هېواد دی او که خپل سرتېري د نورو نړیوالو پوځونو په څير له افغانستان څخه بهر نکړي، طالبان به د ناټو د نورو غړیو په څیر چلند ور سره وکړي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ساتنه به د لویدیځ ډیپلوماټانو او بشري کارکوونکیو لپاره افغانستان ته د سفر یوازنۍ لار وي؛ خو ویل کیږي، چې د امنیت چمتو کولو وړتیا یې افغان حکومت نلري.

Trending

Exit mobile version