کوید۱۹
امریکا ماشومانو ته کرونا واکسین ورکول پیل کړل
(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۴۰۰)
رویټرز راپور ورکړی، چې امریکا پرون (چارشنبه، دلړم ۱۲ ) ماشومانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین پلي کړل.
واکسین به له ۵ تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته ورکړ شي.
د راپورونو له مخې؛ د دې واکسین هر دوز د تنکیو ځوانانو ( له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې ) د دوز درېیمه برخه ده.
اټکل کیږي، چې په کې به شاوخوا ۲۸ میلیون ماشومان واکسین ترلاسه کړي.
تر اوسه چين، کيوبا او عربي متحده اماراتو ماشومانو ته د واکسين کولو جوازونه ورکړشوي دي.