تازه خبرونه

امریکا پر اسلامي امارت د خپلو غوښتنو تپل غواړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۰)

 په قطر کې د سیاسي دفتر مشر او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نوماند آریانا نیوز ته ويلي؛ امریکا او لویدیځ هېوادونه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره خپلې غوښتنې او هوس تپل غواړي.

امریکا له ۲۰ کلنې جګړې وروسته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ۱۳۹۸ لمریو هجري کال د کب پر ۱۰ \ د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ له اسلامي امارت سره د سولې راوستلو هوکړه لاسلیک کړه او د اګیست پر وروستۍ ورځ یې له خپلو متحدانو سره یوځای خپل حضور پای ته ورساوه.

اوس، چې له دې هوکړې دوه کاله وروسته اسلامي امارت یو ځل بیا په کابل کې واکمن شوی؛ خو د یوشمېر برخو عملي کېدل یې اوس هم د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د بحث موضوع پاتې ده.

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، چې دا هوکړه لیک یې عملي کړی؛ خو امریکایان د افغانستان پر نوي دولت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د پلمو په لټه کې دي.

په قطر کې د سیاسي دفتر مشر او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نوماند سهیل شاهین ويلي؛ د دوحې د سولې له هوکړه لیک دوه کاله وروسته واشنګټن د دې هوکړه لیک له بندونو پرلپسې سرغړونې کوي.

سهیل شاهین وایي:  د دوی ملاحظات لومړی سیاسي دي او دوی غواړي، چې په افغانستان کې د خپلې خوښې نظام تحمیل کړي، نه هغه نظام، چې افغان ولس یې غواړي. دوه یم دوی په جبونو کې د داسې کسانو د نومونو لستونه لري، چې دوی ته وفادار دي او د دوی د ګټو ساتنه کوي او غواړي، چې په حکومت کې ونډه ورکړي.

د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو بندېدل، د بندیزونو لرې کېدل او د امریکا او ملګرو ملتونو له تور نوملړه د اسلامي امارت د مشرانو ایستل د تړون هغه اړینې برخې دي، چې د دوحې د هوکړه لیک د لومړۍ او دوه یمۍ برخې پر بنسټ یې دواړه خواوو پر پلي کولو ټینګار کړی دی؛ خو د سیاسي کارپوهانو پر اند ښايي د دوحې په هوکړه لیک کې داسې موارد هم وي، چې اوس هم پټ پاتې شوي دي او دواړه لوري یې پر سر اختلاف لري.

د دوی په خبره؛ د اسلامي امارت له بیا واکمن کېدو وروسته د دوحې هوکړه لیک خپله حقوقي ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د اسلامي امارت له واکمن کېدو شپږ میاشتې تېرېږي، خو د افغانستان نوی دولت د هېڅ هېواد له لورې پر رسمیت ندی پېژندل شوی او د نړیوالې ټولنې بندیزونه هم پخپل حال پاتې دي.

د افغانستان د متحد اسلامي حزب مشر وحیدالله سباوون ویلي؛ نړۍ ستاسې تر مشرتابه لاندې دوه شیه غواړي؛ یو د ښځو ښوونه او روزنه، چې نرینه او ښځې سره بېلې شي. دوه یم ټولګډونه حکومت دی، چې ټول قومونه په کې ونډه ولري. تاسې پخپله اغېزمن کسان خوښ کړئ او هغه، چې له تاسې سره سوله کوي ورسره خبرې وکړئ!

له دې وړانډې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وه، د نړیوالې ټولنې فشارونه به و نه مني؛ خو حاضر دي، چې ټول معقول شرطونه او وړاندیزونه د مذاکرې له لارې عملي کړي.

Trending

Exit mobile version