سیمه ییز خبرونه
امریکا پر ایران نوي بریدونه پیل کړل؛ د ایران په برید کې امریکایي پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.
د امریکا مرکزي قومندانۍ(سینټکام) ویلي: له هغې وروسته، چې په اردن کې د ایران پر برید دوه امریکایي پوځیان ووژل شول او یو بل ورک شو؛ امریکا پر ایران نوي هوايي بریدونه پیل کړي دي.
د سینټکام په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لارښوونه د ختیځ پر وخت د ماښام ۶ بجو پیل شول.
د خبرپاڼې له مخې؛ د بریدونو موخه د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د ګواښونو کمزوري کول او هغو ځواکونو ته سزا ورکول دي، چې پر امریکايي پوځیانو یې بریدونه کړي دي.
د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی، چې امریکا د ایران په سویل کې د سیرک ښار ته نږدې برید کړی؛ خو تر اوسه د مرګ او ژوبلې یا بېخبناوو د زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی له هغې وروسته زیات شوی، چې د دواړو لوریو ترمنځ لنډمهالی اوربند تېره اوونۍ پای ته ورسېد.
شنونکي خبرداری ورکويؤ، چې دا وضعیت ښايي د پراخې جګړې لامل شي.
سینټکام ویلي، د جمعې ورځې په برید کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل اوس هم ورک دی. له دې سره د جګړې له پیل راپدېخوا د وژل شویو امریکایي پوځیانو شمېر ۱۶ کسانو ته رسېدلی او له ۴۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د وژل شویو پوځیانو قرباني به د امریکا هوډ نور هم پیاوړی کړي.
بل لوري ته د ایران ستر مشر آیتالله مجتبی خامنهيي ویلي؛ امریکا به د شخړې د پراخولو بیه پرې کړي. هغه د ټرمپ تګلارې بېباوره بللې او خبرداری یې ورکړی، چې امریکا به له درندو لګښتونو او سپکاوي سره مخ شي.
راپورونه ښیي؛ ېایران د کویټ، بحرین، اردن او د خلیج د نورو هېوادونو پر ځینو پوځي او سټراټیژیکو هدفونو هم بریدونه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې، چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې امریکايي پوځي مرکزونه او تجهیزات پر نښه کړي؛ خو رویټرز دا ادعاوې تائیدولی نهشي.
په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې میشتو امریکایانو ته د سفر خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د منځني ختیځ د روان کړکېچ له کبله ښايي هوايي سفرونه او د هوايي حریم فعالیتونه له خنډونو سره مخ شي.
د ایران روغتیا وزارت ویلي، په تېرو درې اوونیو کې د امریکا پر بریدونو ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
اروپایي ټولنې او د خلیج هېوادونو له ایران غوښتي، چې ژر تر ژره دې ټول بریدونه ودروي او د هرمز تنګي د کښتۍ چلونې آزادي له شرطه پرته وساتي.