نړۍ

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پورته یاد شويو اشخاصو او حقوقي ادارو د اړوند اړتیا وړ توکو په چمتو کولو کې رول لوبولی دی.

Published

on

د امریکا خزانې وزارت د سې‌شنبې پر ورځ ( د زمري نهمه) د تهران د راکټي او ډرون پرزو پېرلو ته د اسانتیا پر برابرولو نوي بندیزونه ولګول.

د امریکا خزانې وزارت په دې اړه څرګنده کړې: نن د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په ایران، چین (PRC) او هانګ کانګ کې ۵ کسان او اووه شرکتونه پر نښه کړل.

د امریکا خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې پورته یاد شويو اشخاصو او حقوقي ادارو د اړوند اړتیا وړ توکو په چمتو کولو کې رول لوبولی دی.

ویل کیږي، چې دغه اشخاص او حقوقي ادارې، چې نن تر بندیزونو لاندې دي؛ د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره کلیدي کار کوي.

اړوند خبرونه:

د اروپايي ټولنې مشرانو پر ایران له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ

د اروپايي ټولنې مشرانو پر ایران له نویو بندیزونو ملاتړ وکړ

Trending

Exit mobile version