نړۍ

امریکا پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو د لګولو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۱)

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس- ګرینفیلډ د سې شنبې پر ورځ ویلي، امریکا غواړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د می په میاشت کې د شمالي کوریا د نوي بالستیک توغندیو د ازموینې له کبله د نورو بندیزونو لپاره رای ورکړي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ امریکا تېره میاشت د امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه، چې په کې شمالي کوریا ته د تنباکوو د صادراتو پر بندیز سربېره د تېلو د صادراتو د نیمایي کولو غوښتنه شوې او د هکرانو د لازاروس ډله د دوی د تور نوملړ برخه شوې ده.

روسیې او چین د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د بالستیک توغندي د ازموینې په غبرګون کې د شمالي کوریا پر ضد د بندیزونو له زیاتولو سره خپل مخالفت بیا تکرار کړ. د روسیې، چین، فرانسې، بریټانیا او امریکا د دغه پرېکړه لیک د ویټو او تصویب لپاره نهه مثبتو رایو ته اړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټوماس ګرینفیلډ څخه وپوښتل شول، چې آیا هغه به دا ډول پرېکړه لیک ته رایه ورکړي؛ وویل: دا زمونږ پلان دی، چې په روانه میاشت کې دې پرېکړه لیک ته رای ورکړو. امریکا روانه میاشت د امنیت شورا مشري کوي.

هغې زیاته کړې: مونږ د اوسني وضعیت په اړه ډېر اندېښمن یوو. مونږ هیله لرو، چې امنیت شورا د شمالي کوریا د دې کړنو په غندلو کې متحده پاتې شي.

Trending

Exit mobile version