تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې حالات بشپړ ګډوډ کړي – عمران خان

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسۍ نیوکه کړې او څرګندوي، چې واشنګټن “په افغانستان کې وضعیت ګډوډ کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر له یوې لویدیځې رسنۍ سره په مرکه کې د افغان حکومت او امریکا پام دې ته رااړولی، چې اوس؛ نو له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د خبرو اترو وخت تېر شوی دی.

عمران خان پدې باور دی، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتو لپاره د نېټې ټاکلو؛ طالبان پخپل بریالیتوب باوري کړي او دا ډله د خبرو له لارې روغه نکوي.

دی ټینګار کوي، چې امریکا او ناټو نور په افغانستان کې سلا مشورې له لاسه ورکړي دي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: هغه وخت، چې امریکایانو د وتلو نېټه وټاکله؛ طالبانو فکر وکړ، چې هغوي بریالي شوي، نو اوس له هغوی سره روغه سخته شوې ده. یوې سیاسي حل لارې ته د هغوی اړ ایستل ډېر ستونزمن شوي؛ ځکه طالبان  فکر کوي، چې د جګړې د ډګر ګټونکي دي.

عمران خان ویلي؛ د افغانستان لپاره ښه پایله دا ده، چې له سیاسي لارې یو نظام جوړ شي. ښکاره ده، چې طالبان د هغه دولت یوه برخه ده. که یوه کورنۍ او اوږد مهاله جګړه شتون ولري؛ د پاکستان له نظره دا به په افغانستان کې بد حالت وي.

د پاکستان د لومړي وزیر دا خبرې افغاستان ته جنجالي شوي. په داسې حال کې، چې کابل له طالبانو غواړي، چې د یوې سیاسي حل لارې د پیدا کېدو لپاره باید دا ډله شین څراغ ښکاره کړي.

اسلام آباد باور لري، چې له طالبانو سره ګډ نظام د اوسنۍ ستونزې حل لار ده؛ خو بیا هم پاکستان وایي چې طالبان روغه نکوي.

په افغانستان کې د سولې او جګړې د جنجالونو په اوج کې د طالبانو یو نهه کسیز پلاوی د طالبانو د سیاسي مرستیال او د  قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته تللی، چې د هغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.

طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، چې د طالبانو نهه کسيز پلاوی د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ چین ته په دوه ورځني سفر تللی او په افغانستان کې یې د روانو حالاتو او سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.

د نعیم د څرګندونو له مخې؛ چین ته د خپل سفر پرمهال ډاډ ورکړ شوی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ یو هېواد د امنیت پر ضد ونه کارول شي.

چین هم ژمنه کړې، چې د افغانستان له خلکو سره به خپلې همکارۍ روانې ساتي او د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نکوي، بلکې د ستونزو د حل او د سولې په راوستو کې به مرسته کوي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان پر حالاتو بحث کړی.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې حالات د بدلون په حال کې دي او دوی د دې هېواد مسئله له نږدې څاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي: مونږ پر وروستیو تحولاتو او په افغانستان کې پر روان حالت بحث درلود. په افغانستان کې د جګړې د شدت له کبله حالت د بدلون په حال کې دی؛ ننګونې مو په سم ډول درک کړې او پیدا مو کړه، چې فرصتونه مخکې لرو او دا په خپلو کې شریکوو.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ کړکېچ په کم ساري ډول ډېر شوی؛ افغان حکومت اسلام آباد له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورنوي؛ خو اسلام آباد وایي، چې دوی په افغانستان پر روان حالت ملامت ندي.

Trending

Exit mobile version