تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د براون پوهنتون د ملکي تلفاتو د زیاتوالي راپور رد کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۸, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې امریکایي چارواکو نن (سې شنبه د لیندۍ ۱۸) د امریکا د براون پوهنتون د ملکي تلفاتو د زیاتوالي د راپورونو په ځواب کې ویلي، چې راپور یو اړخیز دی او د طالبانو بریدونه له پامه غورځول شوي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت ویلي؛ په راپور کې له ځانمرګي بریدونو، بمي چاودنو، نښلیدونکيو ماینونو، هدفي وژنو او توغندیزو بریدونو څخه رامنځته شویو ملکي زیانونو ته پام نه دی شوی.

سوني لګیت زیاته کړې: “دا راپور د نیمګړیو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی، چې په کې د طالبانو او داعش له بریدونو زیانونو ته پام ندی شوی.

هغه دا هم ویلي: لکه څنګه، چې یوناما په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي؛ د امریکا پر هوايي بریدونو ملکي ځاني زیانونه د فبرورۍ له ۲۹ راپدیخوا درېدلي. په راپور کې د ۳۴۰۰ کسانو د وژنې نسبت د طالبانو او داعش په ګډون مخالفو ډلو ته شوی دی.

د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، چې په افغانستان کې میشت امریکایی ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت روان ساتلی او د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره جدي ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړې: مونږ څو ځله غوښتي، چې د سولې د رامنځته کېدو لپاره باید ټولې خواوې اورکم رامنځته او د ملکي ځاني زیانونو مخه ونیسي.

د براون پوهنتون د راپور له مخې؛ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ پرمهال په ځانګړي توګه له ۲۰۱۷ کال وروسته په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

د براون پوهنتون، چې یوه پروژه یې د جګړې پر لګښت څېړنه کوي وایي؛ له ۲۰۱۶ راپدیخوا د امریکا په مشرۍ ملکي ځاني زیانونه ۳۳۰ سلنه لوړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version