تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د حافظ سعید وژنه ومنله
د امریکا دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې قومندان حافظ سعید خان د جولای په ۲۶د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د داعش ډلې ویلي، چې له بریده یې دغه مشر ژغورل شوی دی.
د کابل په دهمزنګ کې د روشنایي غورځنګ پر یوه لاریون د داعشې له خونړي برید درې ورځې وروسته حافظ سعید خان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په نخښه شوی دی.
څلور ورځې وړاندې د افغان پوځ د یوه قومندان له خوا د هېواد په ختیځ کې د حافظ سعید خان وژل کیدل اعلان شول.
د اګست پر اتمه، جنرال زمان وزیري ویلي، حافظ سعید خان او له هغه سره ملګري اورپکي له پاکستان سره پر پوله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې په نخښه شوي دي.
داعش په تېر ژمي کې حافظ سعید خان، چې وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر و، د خراسان ولایت د والي په توګه وټاکه.
په خراسان ولایت کې د داعش له انده افغانستان او پاکستان او ځینې ورڅېرمه سیمې شاملې دي.
د داعش خراسان څانګه د ۲۰۱۵ کال په جولای کې خپل فعالیت اعلان کړی دی.
په وروستیو کلونو کې داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې خپل فعالیتونه ډېر کړي دي.
دې ډلېله افغان ځواکونو او ان ځینې وخت له طالبانو سره خونړۍ جګړې کړې دي.