تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره وضعیت بې ثباته کوي – چین

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۶, ۱۴۰۱)

د چین سفیر وانګ يو نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې امريکا له تروريزم سره په مبارزه کې دوه ګونی چلند لري او له دغو ډلو سره د مبارزې پر پلمه د هېوادونو ملي حاکميت تر پښو لاندې کوي.

د چین سفیر د دغه هېواد په سفارت کې رابلل شوې خبري غونډې ته ویلي، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دوه مخی سیاست پرمخ بیايي او پدې پلمه د هېوادونو په ملي حاکميت او شخصي حريم تېری کوي.

وانګ يو له اسلامي امارت سره د چين د ديپلوماتيکو اړيکو د پراختيا په اړه خوښي وښوده او  څرګنده یې کړه، چې له افغانستان سره يې اقتصادي همکاري ډېره کړې ده.

په کابل کې د چین سفیروانګ یو وایي: امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې دوه مخی چلند لري. اوسمهال له شل ډېرې ترهګرې ډلې په افغانستان کې شته او امریکا د افغانستان خپلواکي او د دغه هېواد ملي حاکمیت له پامه غورځوي او د افغانستان پر فضايي حریم د بې پیلوته الوتکو الوتنې کوي.

د چین سفیر د امریکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول د افغانانو  له ملي شتمنۍ څخه ښکاره غلا ګڼي او ټینګار کوي، چې اقتصادي فشارونو او بندیزونو افغان ولس له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا د افغانستان خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي، له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته یې د دغه هېواد خلکو ته هیڅ پام ندی کړی. امریکا اقتصادي بندیزونه زیات کړي او د افغانانو شتمني یې کنګل او غصب کړې ده.

دغه چینايي دیپلومات د افغانستان او چین ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخیدو هرکلی کوي او وايي، چې د کابل او بیجینګ اړیکې به په راتلونکې کې لاپسې ژورې او پراخې شي.

وانګ يو له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو پر پياوړتيا هم ټينګار وکړ.

وانګ یو څرګنده کړه، چې په تېر کال کې مونږ د دوستۍ او ګاونډيتوب اړيکې ټينګې کړې او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو څلور ځلې سره ليدلي دي. د چين د بهرنيو چارو وزير په مارچ میاشت کې دلته راغی او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په مارچ کې چين ته ولاړ له افغانانو سره زمونږ تعامل عادي دی او افغان کارکوونکي هم په چين کې د دوی په سفارت کې دي. مونږ په نورو برخو کې د همکارۍ پلانونه هم لرو. لکه د کانونو سکتور او د انرژۍ په سکتور کې، د چين او افغانستان اړيکې به په راتلونکي کې ژورې شي.

د چین سفیر همداراز د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې هڅه کوي د منځنۍ آسیا هېوادونو په همکارۍ د افغانستان له دغه جغرافیوي موقعیت څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

په کابل کې د امریکا له هوايي برید وروسته دا لومړی ځل دی، چې د چین سفیر په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا د مداخلو په اړه د خپل هېواد دریځ په ډاګه کوي.

 

Trending

Exit mobile version