تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د روسیې له مثبت رول هرکلی کوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کابل کې د امریکا سفارت وایي، د روسیې په ګډون له هرهغه هېواد هر کلی کوي، چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي ثبات هوډ لري.
دغه سفارت وايي، روسیه دې ته هڅوي، چې د افغانستان په امنیتي، سیاسي او اقتصادي ثبات کې مثبت رول ولوبوي.
د امریکا سفارت په خپل برېښنا لیک کې د خپل ویاند په حواله، چې نوم یې نه دی ذکر شوی لیکلي؛ د امریکا متحده ایالات د سیمې له هغو ټولو هېوادونو سره لیوالتیا لري، چې د افغانستان د امنیت، سیاسي او اقتصادي ثبات په اړه ښه نظر لري.