تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د زرګونه سرتېرو ساتنې ته ژمنه ده- کري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا پر خپلې هغې ژمنې، چې واشنګتن به افغانستان یوازې نه پریږدي، ټینګار کوي.

له ۲۰۱۶ کال وروسته د ناتو د پریکنده ملاتړ د ماموریت دوام او تر دوه زره شلم کال پورې له افغان ځواکونو مالي ملاتړ د ناټو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې اصلي برخه ده. دغه تړون، چې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته رسیدلی نه بولي او د ناتو امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وایي، مونږ د پریکنده ملاتړ د ماموریت پرمختګ او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د مالي مرستو د دوام اړتیا څېړو. دغه راز یوه طرحه تر لاس لاندې ده، چې پر بنسټ یې له ۲۰۱۶ کال وروسته نوی او انعطاف منونکی حضور وڅېړو. ټینګار کوم، چې امریکا د افغانستان په ستره برخه کې د نهه زره اته سوه سرتېرو ساتنې ته سږکال ژمنه ده او دا، چې له دې وروسته به پېنځه زره پېنځه سوه سرتېري هغه هېواد کې وساتو، چې درې زره څلور سوه سرتېري به د ناتو د مسوولیتونو تر سره کیدو ته وګمارل شي.

افغان ځواکونه په دې اند دي، چې د ترهګرۍ په وړاندې  په روانه جګړه کې به نړۍ هم آرامه پاتې نه شي.

دغه ځواکونه وایي، چې نړیواله ټولنه باید دوی یوازې پرینږدي او د افغان ځواکونو د تجهیز له پاره جدي ګامونه واخلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم له افغانستان څخه د امریکا اوږدمهال ملاتړ یوه جدي اړتیا بولي.

دا مهال افغانستان کې شاوخوا دولس زره بهرني سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز ماموریت پر مخ وړي او د امریکا له پاره د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده جګړه وه. دغه هېواد د میلیاردونو دالرو په لګولو هڅه وکړه، چې ترهګرې ډلې وځپي او افغان ځواکونه هم په پښو ودروي؛ خو په دې جګړه کې، چې له دوه زره ډېر امریکایي سرتیري وژل شوي د پای نښې نه لیدل کیږي او د هرې ورځې په تېریدو یې لمن پراختیا مومي.

Trending

Exit mobile version