تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د ورک شويو امریکایانو لپاره د ۵ میلیون دالرو انعام ټاکلی

Published

on

Last Updated on: وږی ۷, ۱۳۹۹

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د خپلو دوه ورک شویو امریکایانو د ځای ځایګي د معلوماتو لپاره ۵ میلیون دالر انعام ټاکلی دی.

۷۷ کلن پاول اوربای پر ۲۰۱۴ کال په خوست په ولایت کې د افغانستان پر خلکو د یوه کتاب د لیکلو کولو پر مهال ورک شوی دی.

ویل کیږي، چې هغه د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني سره د مرکې لپاره د پاکستان وزیرستان ته تللی و.

دوه یم کس ۵۸ کلن مارک فریریکس دی، چې د روان کال د جنورۍ پر ۳۱ په کابل کې ورک شو.

مارک فریریکس په افغانستان کې یو سوداګریز قراردادي دی او داسې انګیرل کیږي، چې د حقاني شبکې په بند کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د دغو دوه کسانو په اړه هر راز  معلومات به پټ وساتل شي.

د یاد وزارت د اعلامیې له مخې: ښاغلی اوربای په وروستي ځل پر  ۲۰۱۴ کال د افغانستان پولې ته نږدې په خوست کې لیدل شوی دی. هغه غوښتل پر ​​یوه کتاب د څېړنې لپاره له پولې تېر شي.

مارک فریریکس د  فبرورۍ په لومړیو کې له کابل ښاره تښتول شوی دی. هغه په ۲۰۱۰ کال کې کابل ته راغلی و او په ټول هېواد کې یې پر ودانیزو پروژو کار کاوه.

Trending

Exit mobile version