تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د ډیپلوماسۍ نوی څپرکي پرانیزي – جو بایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو ۷۶ کلنۍ ناستې ته په خبرو کې له افغانستان د خپلو ځواکونو د ویستو له پرېکړې پوره ننګه کړې او څرګندوي، چې هېواد یې د افغانستان شل کلن کړکېچ پای ته ورساوه.
تېره ورځ د نړۍ د زیاترو ځواکمنو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو شپږ اویایمه کلنۍ غونډه د افغانستان له استازي پرته پیل شوه؛ خو په کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لاسونه اوچت شول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې ناسته کې ویلي: مونږ په افغانستان کې شل کلن کړکېچ پای ته ورساوه او د جګړې دوامدار څپرکی مو وتاړه. اوس د تلپاتې ډیپلوماسۍ نوی څپرکی پرانیزو؛ امریکا به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواکونو هم کار واخلي، خو پوځي فشار به د وروستي غوراوي په توګه پاتې وي.
همدارنګه د قطر امیر په دې ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له اوسني افغان حکومت سره خبرو ته دوام ورکړي.
قطر شاوخوا یوولس کاله د اسلامي امارت کوربه و. په دې ناسته کې له افغان حکومت څخه ملاتړ کوي، او له نړۍ غواړي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ویلي: مونږ د نړیوالې ټولنې پر اهمیت ټینګار کوو، چې په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې له افغانستان ملاتړ وکړي او له سیاسي توپیرونو سره سره بشري مرستې روانې وساتي. مونږ همدارنګه د خبرو پر غزولو ټینګار کوو؛ ځکه له پامه غورزول به یې اختلافونه او غبرګونونه رامنځته کړي؛ خو خبرې اترې مثبته پایله لرلی شي.
ترکیې، چې په ځلونو د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو غوښتنه کړې؛ اوس یې ولسمشر دلته د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې له نړۍ غواړي، چې افغانستان هیر نکړي او څرګندوي، چې له سیاسي مسایلو ور اخوا افغانستان د نړۍ بشردوستانه مرستو ته اړ دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي: مونږ په وروستي ځل په دردناکه توګه د افغانستان د پریښودو لیدونکي شوو. هغوی مو د بې ثباتۍ او له څلوېښتو کلونو شخړو وروسته یوې ډډې ته کړل؛ خو له سیاسي مسایلو ور اخوا افغانستان د نړۍ بشردوستانه مرستو او خواخوږۍ ته اړ دی.
د افغانستان ګاونډ هېوادونه پر امریکا نیوکه کوي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د واشنګټن لخوا رامنځته شوی او جوبایډن یې مسوولیت لري.
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي: په نړۍ کې دوه انځورونو تاریخ جوړونکي شول؛ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د خلکو برید او له امریکایي الوتکې څخه د افغانانو راغورځولو دا وښودله، چې امریکا پر نړۍ د واکمنۍ په حال کې ده.
د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي: د نړۍ په وروستي وضعیت کې پرمختګونه یو ځل بیا ښیي، چې له بهر څخه پوځي لاسوهنه او تش پر نوم ډیموکراټیک بدلون له زیان پرته بل څه ندي. مونږ باید د سولې، پراختیا، مساوات، عدالت، ډیموکراسۍ او آزادۍ ، چې د بشریت ګډ ارزښتونه دي؛ ملاتړ وکړو او د کوچنیو کړیو د جوړښت تمرین ونکړو او له صفر پورته لوبې پای ته ورسوو.
که څه هم دې ناستې ته افغانستان په رسمي بڼه بلل شوی ندی؛ خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو عمومي ناستۍ ناستې ته په یوه لیک غوښتنه کړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د استازي په توګه راوبولي او هغه ته د خبرو وخت ورکړي.