تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د ډیپلوماټانو د امنیت لپاره ۶۵۰ سرتېري ساتي – راپور

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۰)

اسوشیټیډ پرس د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د ډیپلوماټانو د ساتنې لپاره ۶۵۰ سرتېري وساتي.

په راپور کې راغلي؛ پر دغو ځواکونو سربېره سلګونه نور سرتېري به هم تر سپټمبر د کابل په هوایي ډګر کې پاتې شي، چې د کابل هوایي ډګر په امنیت او مدیریت کې له ترکي ځواکونو سره مرسته وکړي.

امریکايي چارواکو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیټیډ پریس ته دا خبر تائید کړی، خو په دې اړه یې نور جزئیات ندي ورکړي.

د راپور د څرګندونو له مخې، د امریکا سرتېري به په کابل کې د سفارت ساتنه وکړي او د کابل د هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې مرسته وکړي.

له دې مخکې امریکا ویلي وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له ۵۰  سلنې څخه ډېر بشپړ شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره پنجشنبه ویلي وه، چې د ولسمشر جو بایډن د سپارښتنې له مخې بهرني ځواکونه د سپټمبر تر لومړۍ باید ټول ووځي.

Trending

Exit mobile version