تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکه ماته لیدلې؛ خو له تاکتیکي بریا برخمنه ده – جنرال میلي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي په افغانستان کې د امریکا هڅې تاکتیکي بریا؛ خو ستراتیژیکه ناکامي نومولې ده.
نوموړي منلې؛ د افغانستان حکومت او پوځ له هغې ځواکمن او ډاډمن ول، چې فکر یې کېده؛ خو د اسلامي امارت پر وړاندې له منځه ولاړ او دا مو ناکامي وه.
هغه مهال، چې اسلامي امارت ځواکونه د افغانستان پلازمېنې ته راننوتل؛ امریکا بریالۍ شوه، چې له جګړې او مقاومت پرته له ۱۲۴۰۰۰ ډېر همکار وګړي له کابل هوایي ډګره وباسي.
د امریکا دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې هڅه کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونه پوځیان ښکېل پاتې وه.
د امریکایي ځواکونو د ترانسپورت او مرکزي قومندې مشرانو په ګډه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو د ایستلو پلان عملي کړ.
د اګست په میاشت کې د پخواني افغان حکومت پروړاندې د اسلامي امارت برید ګړندی شو او ولایتونه ونیول؛ د حکومت او پوځ د سقوط سرعت یو څه حیرانونکی و.
دغه راز د ځواکونو د وتلو پر بهیر سربېره په کابل کې د نورو متحدینو، همکارانو او شریکو هېوادونو وګړیو هم شتون درلود.
د امریکایي ځواکونو د قومندانانو د څرګندونو له مخې؛ له افغان حکومت او پوځ سره لږ تر لږه ۳۰ هېوادونو همکاري کړې، چې اوس یې له جګړې پرته د یو ځای وتلو عملیات یوه تکتیکي بریا ده.