تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې له ناورین او ماتې پرته له خپل تېري بل څه ندي ترلاسه کړي – پوتین

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۱, ۱۴۰۰)

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې امریکا له ناورین او په ټولو برخو کې د خلکو د له لاسه ورکولو پرته؛ له خپل تېري بل څه ندي ترلاسه کړي او دا یې وښوده، چې د نورو هېوادونو د ارزښتونو ماتول هم ناشوني دي.

رویټرز راپور ورکړ، چې پوتین د روسیې د دالنی واستوک ښوونیز مرکز له ځوانانو سره په خبرو کې څرګنده کړې: په هغه هېواد کې، چې یو وخت شوروي اتحاد پرې یرغل کړی و؛ د امریکا تګلاره ترې ډېره نیمګړې وه.

هغه زیاته کړې، چې امریکا په دې هېواد کې ۲۰ کاله یوازې غمونه او مرګونه زېږولي او خلکو هم ترې مخ اړولی دی.

دغه راز پوتین ویلي: که کوم هېواد له بل هېواد سره د مرستې نیت لري؛ نو باد، چې خپلې هڅې پر زور پر خلکو ونه تپي او ورته نورې متمدنې لارې ولټوي.

هغه په ډاګه کړې: که یو څوک د بل هېواد لپاره څه کول غواړي؛ نو دا باید د همغو خلکو د تاریخ، فرهنګ او فلسفې پربنسټ ترسره شي او دودونو او نرخونو ته یې درناوی اړین دی. دا حقیقت باید ومنل شي، چې هیڅ پردی ارزښت پر بل ملت نه تپل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د اګست پر ۳۰ د شپې پر ۱۲ بجو له خپلو متحدو ځواکونو او افغان همکارانو سره له افغانستان ووته او تر شاه یې پوره ویجاړۍ، غمونه او مرګونه پاتې شول.  

Trending

Exit mobile version