تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

امریکا د دوشنبې پر ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په خپلو عملیاتو کې له زغمه کار واخلي.

د د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر د دوشنبې پر ورځ (د کب اته‌ویشته) ویلي، چې اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې له افغانستان څخه ترهګریز بریدونه پرې نکیږي.

د نوموړې غږ له هغې وروسته راپورته شو، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پکتیکا او خوست ولایتونو پر دوه ولسوالیو د یکشنبې پر شپه د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر خاوره تېری یاد کړ.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبي سیمو کې د استوګنې پر کورونو بمبارد کړې دی.

د نوموړي د څرګندونوله مخې؛ په دغو هوايي بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوه ښځې په خوست ولایت کې وژل شوي دي.

ژانپیرد خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مونږ پر پاکستان د بریدونو او په افغانستان کې له بریدونو څخه د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبله خواشیني یوو.

د سپینې ماڼۍ دې ویاندې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې تروریستي ډلو ته د بریدونو اجازه ورنکړي.

هغه وایي: مونږ له طالبانو [اسلامي امارت] څخه غوښتنه کوو، چې تروریستي بریدونه به د افغانستان له خاورې نه کیږي. مونږ له پاکستان څخه هم غوښتنه کوو، چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي، چې په ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړیو ته زیان ونه‌رسیږي.

ژان پیر د پاکستان او اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

هغې زیاته کړې: مونږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو، چې افغانستان به بیا هیڅکله د تروریستانو پر خوندي ځای بدل نشي او غواړو امریکا یا زمونږ نورو شریکانو یا متحدینو ته هم زیان ونه‌رسیږي. مونږ دا موضوع پوره روښانه کړې او په دې اړه ټینګ یوو.

له دې مخکې د پاکستان حکومت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې راغلي؛ دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ” د حافظ ګل بهادر پر ترهګرې ډلې ” ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې بهادر ډله له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای په پاکستان کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسووله وه، چې د سلګونو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ او ژوبلې لامل شوې.

په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې پاکستان په تېرو دوه کلونو کې څو ځلې له اسلامي امارت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت تل ويلي؛ هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.

Trending

Exit mobile version