تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې ۱۰ پوځي اډې تړلي- راپور
امریکايي رسنیو نن (شنبه د لیندۍ ۸) څرګنده کړې، چې امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ پوځي اډې تړلې دي.
امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر تر راتلونکې جنورۍ پورې ۲۵۰۰ ته راټیټ کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیرمایک پامپیو پرون فاکس نیوز ته د امریکايي ځواکونو کمولو لپاره د دغه هېواد د ولسمشر دونالد ترمپ له پلان څخه دفاع وکړه.
افغان او امریکایي چارواکو واشنګتن پوست ته د نوم د نه ښودلو په شرط تائید کړې، چې په افغانستان کې ۱۰ بهرني پوځې اډې تړل شوې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې ، دا اډې د روزګان په ترینکوټ د هلمند په بست، د لغمان په ګنبيري او د پکتیا په لیتنن کې دي.
پر دې اډو سربېره سږکال په کندوز، ننګرهار، بلخ ، کابل، فاریاب او زابل ولایتونو کې هم د متحده ایالاتو اډې تړل شوې دي.
د راپورونو له مخې؛ په دې اډو کې د نظامي تجهیزاتو په اړه تر دې دمه معلومات نشته، خو له دې مخکې امریکايي ځواکونو سلګونه هموی ټانکونه او اړوند تجهیزات افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونه له وتلو سره ـ سره افغان او امریکایي چارواکو ویلي، چې په دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د کمولو په اړه تراوسه کومه پرېکنده پرېکړه نده شوې.
یوه چارواکي واشنګتن پوست ته ویلي، چې افغان ځواکونو ته د نظامي تجهیزاتو د لیږدونې په اړه بحثونه روان دي او څرګنده نده، چې دا پرېکړه به څنګه کیږي.
دغه راز یو بل چارواکي ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر کمولو سربېره به دغه هېواد بیا هم د داعش پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کوي.
یوه بل امریکايي چارواکي ویلي، چې له ډېرو اډو څخه د وتلو او افغان ځواکونو ته یې د اړوند تجهیزاتو د سپارلو په اړه خبرې روانې دي.
دغه چارواکي زیاته کړې، چې په دې اړه درې لویې پرېیکړې به د ناتو او افغان حکومت سره په مشوره رامنځته کیږي.
تر دې دمه معلومه نده، چې دپه افغانستان کې د امریکا نورې څو اډې فعالې دي.
