تکنالوزی

امریکا په اوکراین کې د سټلایټ انټرنیټ د زیانمنېدو څېړنه کوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۰)

د لویدیځ څارګرې ادارې د هغو ناڅرګندو کسانو د سایبري برید په اړه پلټنه کوي، چې پر اوکراین یې د روسیې د برید پر مهال د سپوږمکۍ انټرنیټ ته لاسرسی زیانمن کړی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ملي امنیت ادارې شنونکي، د فرانسې د حکومت سایبري امنیت اداره او د اوکراین استخباراتي اداره لګیا دي ارزونه کوي، چې آیا روسیه په دې برید کې ښکېل ده او کنه.

د سپوږمکۍ پر سایبري خدماتو برید د فبرورۍ پر ۲۴ د سهار ۵ او ۹ بجو ترمنځ اوکراین ته د روسي ځواکونو له وردننه کېدو او توغندیو توغېدو سره همهاله پیل شو، چې په کې د روسیې د پلازمینې په ګډون لوی ښارونه ولګېدل.

د يادونې ده، چې په دې سایبري بريد کې پر اوکراين سربېره په ټوله اروپا کې سلګونه زره کسان له انټرنیټه بې برخې او افلاین شول.

Trending

Exit mobile version