نړۍ
امریکا په سره بحیره کې د حوثيانو له برید وروسته ۳ کښتۍ ډوبې او ۱۰ کسان ووژل
د یکشنبې پر ورځ د امریکا، مرسک او حوثي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا بېپیلوته الوتکې په سره بحیره کې پر مرسک کانټینري کښتۍ د ایران پلوه حوثيانو برید پر شا وتمباوه، درې کښتۍ یې ډوبې او ۱۰ وسلهوال یې ووژل.
بحري جګړه د ګرینویچ پر وقت د یکشنبې پر ورځ شاوخوا ۳۰:۳۰ رامنځته شوه. کله، چې برید کوونکیو غوښتل د سنګاپور پر بیرغ لرونکي مرسک هانګژو د برید هڅه وکړي.
رویټرز د سنتکام د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ د یو اس اس ایزنهاور او یو اس اس ګراویلي بې پیلوتکه الوتکو د بېړۍ اړیکې له تر لاسه کولو وروسته د بریدګرو د پر شاتمبولو لپاره له امنیتي ډلې سره یوځای شول.
مرسک څرګنده کړې، چې له برید وروسته د ۴۹ ساعتونو لپاره په سره بحیره کې د ټولو کښتیو تګ راتګ درول شوی دی.
د حوثي یاغیانو یوه ویاند ویلي، چې دا برید؛ ځکه شوی، چې د کښتۍ عملې خبرداری له پامه وغوځاوه. د حوثیانو ویاند ریاته کړې؛ د حوثیانو د بحري ځواکونو ۱۰ کسان په سره بحیره کې د امریکایي ځواکونو له لوري د دوی پر کښتیو له برید کولو وروسته ورک او وژل شوي دي.
سره بحیره د سویز کانال تر څنګ د آسیا او اروپا ترمنځ د کښتیو لپاره د ارزښت وړ ده او د نړۍ شاوخوا ۱۲ سلنه سوداګري اداره کوي.
امریکا د دسمبر پر ۱۹ نېټه په سیمه کې سوکالۍ ساتونکي عملیات پیل کړل او څرګندوي؛ له ۲۰ څخه ډېروهېوادونو موافقه کړې، چې یمن ته نږدې د سرې بحیرې په اوبو کې د کښتیو د ساتنې په هڅو کې برخه واخلي.
مرسک هانګژو کښتۍ، چې له سنګاپور څخه ۱۴۰۰۰ کانتینرونه لېږدول؛ د شنبې پر ورځ د یمن د الحدیده په جنوب لویدیځ کې پر یوه توغندي ولګېده، خو عمله یې خوندي پاتې شوه.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ای بي سي ته ویلي؛ مونږ حوثیانو ته روښانه کړې، چې مونږ په سیمه کې په ځانګړي توګه خپلو متحدینو او شریکانو ته دا روښانه کړې، چې مونږ دا ګواښونه جدي نیسو.
د یکشنبې پر ورځ د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامیرون ویلي، چې ده د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ته په ټیلیفوني خبرو کې څرګنده کړې، چې ایران دې په سره بحیره کې د حوثيانو د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د بار وړلو اتحادیې دا بریدونه غندلي او له امریکا، فرانسې او انګلستان له هڅو مننه کوې، چې د بریدونو په مخنیوي کې ښکېل دي.