تازه خبرونه

امریکا په سوریه کې د القاعده د یو لوړپوړی مشر د وژلو ادعا کړې

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د جمعې پر ورځ د امریکایي ځواکونو د قومندانۍ ویاند ویلي، چې د دوی د څارګرې الوتکې په یوه برید کې د سوریې د القاعده شبکې یو لوړ پوړی مشر عبدالحمید المطار وژل شوی.

د هغه په ​​وینا، دغه هوایي برید د رقه ولایت د سالوک ښار په تل ابیض کې رامنځته شوی دی.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جان ریګزبي څرګنده کړې: د القاعدې د دغه لوړ پوړي مشر له منځه وړل به پر امریکایي وګړیو، متحدینو او بې ګناه ملکي وګړي د تروریستي ډلې نړیوال بریدونه او ګواښونه وځنډوي.

دا برید د سوریې په جنوب کې د امریکا پر یوه پوځي مرکز له برید دوه ورځې وروسته  ترسره شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ خو ریګزبي ندي ویلي، چې د ډرون دا برید د غچ اخیستنې لپاره رامنځته شوی دی.

Trending

Exit mobile version