نړۍ

امریکا په سوریه کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو تاسیساتو نوي بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۸, ۱۴۰۲)

رویترز راپور ورکړی، چې امریکا د چارشنبې پر ورځ د سوریې په ختیځ کې د وسلو پر زیرمه یو بل برید هم ترسره کړی، چې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو (IRGC) او اړوند سیمه‌ییزو ډلو لخوا کارېده.

د اسرائیلو او حماس له جګړې راوروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدودی؛ د روان کال د اکتوبر له ۷ راپدیخوا د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو په عراق او سوریه کې د امریکا او ائتلاف پر ځواکونو لږ تر لږه ۴۰ بریدونه کړي، چې په کې ۴۵ امریکایي ځواکونو ته ځاني زیانونه اوښتي دي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په منځني ختیځ کې له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا د امریکا د هوایي ځواک دا دوه‌یم هوايي برید دی.

 په عراق کې د امریکا ۲۵۰۰ او په سوریې کې یې ۹۰۰ سرتېري دېره دي، چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي، چې په ۲۰۱۴ ز. کال کې یې د دواړو هېوادونو ډېره برخه ونیوله؛ خو بیا مات شول.

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین په یوه خپره شوې اعلامیه کې څرګنده کړې، چې دا هوایي بریدونه د امریکا دوه اف ـ ۱۵ الوتکو د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د وروستیو بریدونو په ځواب کې تر سره شوي دي.

آستین دا هم ویلي، چې د امریکا پر سرتېرو بریدونه باید ودرول شي.

آستین زیاته کړې: که د امریکا پر ضد د ایران د نیابتي ډلو بریدونه روان وساتل شي؛ مونږ به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له نورو اړینو کړنو ډډه ونه‌کړو.

د امریکا یوه لوړپوړي پوځي چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو پر شرط یې خبرې کولې ویلي؛ پوځ یې د دیر‌الزور په ولایت کې له څه وخت راپدیخوا د برید ځای څارلی او ډاډه دی، چې ملکي وګړیو ته یې مرګ و ژوبله نه‌ده اړولې نه‌ده.

یاد چارواکي زیاته کړې، چې اردو د شپې لخوا تاسیساتو ته نږدې یو څو کسان څارلي؛ که څه هم دوی باور نه‌لري، چې دا به ملکي وګړي وي. په‌دې  اړه څېړنه روانهده، چې وګوري څوک وژل شوي که نه.

په راپور کې راغلي، چې د اکتوبر پر ۲۶ د امریکایي ځواکونو پر دوه هغو تاسیساتو برید وکړ، چې د سپاه پاسدارانو او د هغې تر شا ډلو کارولې.

داسې اندېښنه هم مخ پر زياتېدو ده، چې د اسرائيلو او حماس شخړه ښايي منځني ختيځ ته وغزيږي او په بېلابېلو اډو کې امريکايي پوځيان تر برید لاندې راشي.

د چارشنبې پر ورځ د امریکا یوې MQ-9 څارګرې الوتکې یمن ته نږدې په سور سمندر کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو له‌خوا وویشتل شوه.

چارواکو ویلي؛ ګومان کیږي، چې څارکره الوتکه د ویشتلو پر وخت په نړیوالو اوبو کې وه.

امریکا د اکتوبر پر اوومه د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیلېدو راپدیخوا له اسراېیلو څخه د ملاتړ لپاره سیمې ته جنګي بېړۍ او جنګي الوتکې استولي، چې په کې دوه الوتکې وړونکې بېړۍ هم ونډه لري، چې غواړي د ایران او ایراني ملاتړيو ډلو مخه ونیسي او سیمې ته د اضافه شویو سرتېرو شمېر هم زرګونه دی.

رویترز دا راپور هم ورکړی، چې د امریکا اردو د شکمنو ایران پلوه ډلو له‌خوا د بریدونو په بهیر کې د منځني ختیځ ځواکونو د ساتنې لپاره نوي اقدامات کوي او د اړتیا په صورت کې د نظامي کورنیو د وتلو د شونتیاوې رامنځته کوي.

ویل کیږي، چې په دغو اقداماتو کې د امریکا د پوځي ګزمو زیاتېدا، د اډې تاسیساتو ته د لاسرسي محدودول او د څارګرو الوتکو پر مټ د استخباراتي معلوماتو راټولول او ځانګړي عملیات په پام کې نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version