سیمه ییز خبرونه

امریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل

شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې د سپوږمکیو د وروستیو انځورونو له مخې؛ امریکايي ځواکونو له ایران سره د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د منځني ختیځ په تر ټولو لویې اډې «العدید» کې «پاتریوت» توغندي پر هوايي دفاعي سیسټم نصب کړل، چې د احتمالي برید په صورت کې یې د  کارونې زمینه برابره وي.

دا پرېکړه ښيي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدا سره سم د نښتې خطر هم لوړ شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي، پر ایران به پوځي برید وکړي.

دغه راز ایران هم خبرداری ورکړی، چې په منځني ختیځ کې به د امریکا ټولې اډې د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې په «العدید» اډه کې د پاتریوت توغندیو شاوخوا ۱۰ سیسټمونه پر درندو تاکتیکي لاریو ځای پر ځای شوي دي.

شنونکي وایي، دا کړنې د توغندیو تحرک زیاتوي او د چټک لېږد یا د دفاعي جوړښت د بدلون زمینه برابروي.

د سیمې له نورو اډو ترلاسه شوي ورته انځورونه هم د پوځي حضور زیاتوالی ښيي:

د اردن موفق سلطي اډه: ۱۷  F15-E جنګي الوتکې، ۸  A-10 جنګي الوتکې، ۴ C-130  ټرانسپورټي الوتکې او ۴ چورلکې؛ همداراز د اډې په بله برخه کې ۴ EA-18G  برښنايي جګړې الوتکې لیدل شوې دي.

د سعودي عربستان د شاهزاده سلطان اډه: یوه C-5 او یوه C-17 الوتکه؛ د تېر ډسمبر پر پرتله زیاتوالی ښيي.

په هند اقیانوس کې دیه‌ګو ګارسیا: د جنورۍ له پای ته رسېدو وروسته ۷ نورې الوتکې زیاتې شوې دي.

په عمان کې د دخان اډه: د فبرورۍ پر لسمه د جنورۍ د پېنځه‌ویشتمې پر پرتله د الوتکو شمېر زیات شوی دی.

ایران هم د تهران کرمانشاه، سمنان او د فارس خلیج ساحل ته نږدې تل‌توغندیزې اډې جوړې او د «شهید باقري» نومې الوتکه‌وړونکې بېړۍ یې بندرعباس ته نږدې ځای پر ځای کړي، چې خپل دفاعي چمتووالی زیات کړي.

دا وروستۍ پوځي هڅې په داسې حال کې، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو او د وسله‌والو ډلو له ملاتړ سره د تړاو له کبله زیات شوې دي.

Trending

Exit mobile version