تازه خبرونه
امریکا په هلمند او کندهار کې د حکومتي ځواکونو هوایي ملاتړ کړی
د امریکا دفاع وزارت منلې، چې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وه، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ۹۵ سلنه بشپړ شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي وه، چې امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره هوايي بریدونه پیل کړي دي.
جان کربي په دې اړه بشپړ څه ندي ویلي.
دغه راز د نوموړي له څرګندونو سره همهاله طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ دغه بریدونه د چارشنبې پر شپه د کندهار په لویدیځ کې شوي، چې په کې دوه طالبان وژل شوي او دوه موټر یې ویجاړ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد رویټرز ته څرګنده کړې: مونږ دغه بریدونه تاېیدوو او کلکه غندنه یې کوو. دا یو ښکاره برید او د دوحې له تړونه څرګنده سرغړونه ده؛ ځکه، چې دوی د می له میاشتې وروسته د هیڅ راز عملیاتو د ترسره کولو حق نلري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې که دا عملیات روان وساتل شي؛ د ټولو بدو پایلو مسؤول به وي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني کومانډو ځواکونو ته ډاډ څرګند کړ، چې د راتلونکیو شپږ میاشتو په بهیر کې د پراخو عملیاتو پلان لري.