تازه خبرونه

امریکا په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۷۷ میلیون ډالر مرسته کوي

Published

on

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ ( یو ان اچ سي آر) سره د ۷۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ویسټ د شنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې پاکستان ته یې د خپل سفر په بهیر کې د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت نړیوالې ټولنې ( آی او ام ) له مشرتابه سره خبرې اترې او غونډې وکړې.

هغه ټینګار کړی؛ زه ویاړم، چې امریکا په روان کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنرۍ سره ۷۷ میلیون او له مهاجرت نړیوالې ټولنې سره ۹ میلیون ډالر مرستې کړې دي.

د توماس ویسټ د څرګندونو له مخې؛ د دې غونډې هدف په پاکستان کې له افغان کډوالو په ځانګړي توګه زیان منونکو وګړو او له خطر سره مخ کسانو ملاتړ و.

Trending

Exit mobile version