تازه خبرونه
امریکا په پاکستان کې له شړلو سره مخ افغان کډوالو ته د تیلیفون بېړنۍ شمېره فعاله کړه
(Last Updated On: ليندۍ ۴, ۱۴۰۲)
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ په پاکستان کې یې د هغو افغان کډوالو لپاره د تیلیفون بېړنۍ شمېرې فعاله کړي، چې امریکا ته د تللو په تمه دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ آسیا د چارو ادارې په ایکس پاڼه کې دوه شمېرې؛ یوه د تیلیفوني خبرو اترو او بله د واتساپ له لارې د پیغامونو د استولو لپاره په ډاګه کړي دي.
دا شمېرې د اسلامآباد پر وخت د سهار له اته بجو څخه تر نیمې شپې پورې د لاسرسي وړ دي.
دا هڅې په داسې حال کې پیلیږي، چې پاکستان د بې اسنادو کډوالو شړل او ایستل پیل کړي دي.
تر دې دمه له پاکستان څخه سلګونه زره افغان کډوال افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.