تازه خبرونه

امریکا په ډرون بریدونو کې د ملکیانو د وژل کیدو راپور خپور کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په دې راپور کې، چې د خپریدو له پاره یې ډېره تمه وه؛ ویل شوی، چې د دوه زره نهم او دوه زره پېنځلسم کلونو په منځ کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو په بریدونو کې له څلور شپیته څخه نیولې تر یو سل و شپاړس پورې ملکیان د جګړې له ډګره بهر وژل شوی دي.

 د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنست وایي، د تروریزم ضد تګلاره هغه وخت ډېره د اعتبار وړ وي کله، چې په کې هر څه راڼه وي.

ښاغلی ارنست همدارنګه وویل، چې بارک اوباما به ډېر ژر یو فرمان صادر کړي، چې موخه یې د بې پیلوته الوتکو د بریدونو پر وخت ملکیانو ته د مرګ و ژوبلې د مخنیوي له پاره د هلو څلو په اړه د نورو ډېرو معلوماتو ورکول دي. 

Trending

Exit mobile version