تازه خبرونه

امریکا په کابل هوايي ډګر کې د پاتې کېدو د وخت پر غزولو غور کوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت پر غزولو یې غور پیل کړی دی.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي سرتېري او ملکي وګړي د داعش له ګواښ سره مخ دي او دوی دې خطر ته بې پامه ندي.

د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې؛ امریکا د اګست میاشتې تر پایه له افغانستان څخه خپل ټول سرتېري وباسي. اوس امریکا هڅه پیل کړې، چې په پاتې څه باندې یوه اوونۍ کې خپل ټول سرتېرې او وګړي وباسي؛ خو ښکاري، چې امریکا نه توانیږي په ټاکلي وخت کې د ایستلو دا بهیر بشپړ کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایدن وایي: هیله ده، چې د وخت غزولو ته اړتیا پیدا نشي. په دې اړه خبرې روانې دي، چې دا بهیر به څومره وغزول شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې ښایي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د خپلو سرتېرو د ماموریت وخت وغزوي.

بایډن زیاته کړې، چې طالبان د نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو هڅې کوي او له همدې کبله يې په افغانستان کې د ځينو هېوادونو د ډیپلوماټانو د کار د دوام ډاډ ښکاره کړی دی.

نوموړي زیاته کړې: طالبان باید بنسټيزه پرېکړه وکړي. مونږ یې باید عمل ووینو او دا تر اوسه یوازې د خبرو تر حده دي.

د خپلمنځي خبرو د طالب پلاوي غړي سهیل شاهین دویچه ویله خبري سرچینې ته ویلي، چې ټول بهرني ځواکونه باید د اګست تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

سهیل شاهین زیاته کړې، چې د اګست تر پایه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو وتل د طالبانو سره کرښه ده او پاتې کېدل به یې د اشغال دوام وي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د اوربند د غزولو لپاره هیڅ دلیل نشته.

شاهین ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا او نورو هېوادونو د نظامي حضور غزول به د بې باورۍ لامل شي.

نوموړي د بهرنیو ځواکونو د وتلو “ضرب الاجل ” ټاکلو پرمهال وویل، چې له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو د نېټې غزول به د طالبانو له “عکس العمل” سره مخ شي.

دغه راز شاهین وایي: هغه وګړي، چې د کابل په هوایی ډګر کې راټول شوي؛ غواړي له بېووزلۍ څخه د خلاصون لپاره هېواد پریږدي او له طالبانو څخه وېره یې بهانه ګرزولې ده.

که څه هم بهرنیو هېوادونو ته د پناه غوښتنې لپاره د افغان وګړیو د وتلو بهیر ګړندی شوی؛ خو روسیې وېره ښودلې، چې له پناه غوښتونکیو سره سخت دریځي ورنشي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي: دا زمونږ د امنیت لپاره مهم دي او په مستقیمه توګه زمونږ له وګړیو سره ارتباط لري. مونږ نه غواړو، چې د افغان پناه غوښتونکیو په جامو کې زمونږ هېواد ته سخت دریځي راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د امریکا له ولسمشره له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو د وخت پر ځنډولو ټینګار څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version