تازه خبرونه

امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه

د امریکا مرکزي قومندې سینټکام د شنبې پر ماښام ناوخته اعلان وکړ، چې په سره بحیره کې د امریکا له یوې کښتۍ څخه جنګي جټ الوتکو د حوثي وسلوالو پر مرکزونو یو لړ هوایي بریدونه پیل کړي دي.

Published

on

متحده ایالاتو د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو پر وړاندې پراخ هوايي بریدونه پیل کړي او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې سمدلاسه د دې ډلې ملاتړ پای ته ورسوي، چې امریکا یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د امریکا مرکزي قومندې سینټکام د شنبې پر ماښام ناوخته اعلان وکړ، چې په سره بحیره کې د امریکا له یوې کښتۍ څخه جنګي جټ الوتکو د حوثي وسلوالو پر مرکزونو یو لړ هوایي بریدونه پیل کړي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر شپه په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي. د حوثي وسلوالو چارواکي وايي، چې د ټپیانو شمېر ۲۳ دی؛ دا ادعا په خپلواکه توګه د تائید وړ نده.

رویټرز د یمن د یوه اوسېدونکي د څرګندونو له مخې ویلي، چې “چاودنې زورورې وې او سیمه یې د زلزلې ته ورته ولړزوله.”

له برید یو ساعت مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حوثیانو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی پر کښتیو بریدونه او پر اسرائیلو د توغندیو ویشتل ونه دروي؛ نو “دوزخ به درباندې راکښته شي”.

ډونالډ ټرمپ ایران ته دا خبرداری هم ورکړ، چې امریکا به تهران “په بشپړه توګه مسوول وګڼي، او که چیرې د حوثیانو ملاتړ پای ته ونه رسوي؛ نو مونږ به نرم نشو”.

ډونالډ ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ د امریکا پوځ ته یې امر کړی، چې په یمن کې د “حوثي ترهګرو” پر وړاندې دې پرېکنده او ځواکمن پوځي هڅې پیل کړي.

د یکشنبې پر سهار د ایران  بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په حوثیانو باندې د امریکا د نوي برید د “بندولو” غوښتنه وکړه، او همدارنګه یې د حوثیانو لپاره د تهران د دوامداره ملاتړ د پایلو په اړه د ډونالډ ټرمپ خبرداری ته ځواب ورکړ.

عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې “د امریکا حکومت حق نلري، چې د ایران بهرنۍ پالیسي وټاکي.هغه دوره په ۱۳۵۷  کال کې پای ته رسېدلې ده.”

په همدې ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي هم د حوثي ډلې پر وړاندې د امریکا او بریټانیا بریدونه “پر کلکه” وغندل.

د سپاه پاسدارانو قومندان حسین سلامي د یکشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې “ایران به هیڅکله جګړه پیل نکړي … خو که څوک مونږ ته ګواښ وکړي،” ایران به “مناسبه، پرېکنده او وروستۍ ځواب ورکړي.”

هغه د یمن د حوثیانو له بې ثباته کولو عملیاتو سره د ایران د تړاو ردکړ او وایي: “زه ټولو دښمنانو ته خبرداری ورکوم، چې مونږ به هر ګواښ ته که  دا عملي اړخ غوره کړي؛ سخت، پرېکنده او ویجاړونکي ځواب ځواب ورکړو.”

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره اړیکه نیولې، چې هغه ته د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له امریکا وغوښتل، چې په یمن کې پر حوثي یاغیانو خپل بریدونه ودروي.

د راپور له مخې؛ له مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې لاوروف “د زور کارولو د سمدستي بندولو اړتیا او د نورو وینو تویولو د مخنیوي لپاره د ټولو خواوو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.”

د یمن پر حوثیانو هوایي بریدونه د جنورۍ له شلمې راپدېخوا د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو پراخ پوځي عملیات دي.

رویټرز او نورو رسنیو د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا بریدونه به یوازې یوې ورځې پورې نه محدودیږي او روان به وي.

په تېرو ۱۸ میاشتو کې حوثي وسلوالو د سیمې له اوبو څخه پر تېرېدونکو کښتیو لسګونه بریدونه کړي او ادعا یې کړې، چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version