تازه خبرونه

امریکا: کاندیدان باید د رایو د تفتیش پایلې ومني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امریکا د ولسمشرې پر کاندیدانو غږ کړی، چې د ټاکنو پايلې ومني. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، امریکا په تمه ده، چې کاندیدان او د هغوی ملاتړي به د ټاکنو پایلو ته غاړه کېږدي.
په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومتي جوړښت په باب د ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ خبرې ناکامې شوې دي.
دواړه کاندیدان پر یو بل تور لګوي، چې ټاکنې يې لانجمن حالت ته بیولي دي.
امریکا چې په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت طرحه وړاندې کړې، اوس ټینګار کوي، چې کاندیدان باید د رایو د تفتیش پایله ومني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره جین ساکي وایي:
مونږ له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غواړو، چې د ټاکنو پایلو ته ژمن پاتې شي. مونږ هم هڅې پېل کړي، چې د افغانستان د ټاکنو لانجې ته حل لاره ومومو.
د مدني ټولنې د مجتمع رئیس عزیز رفیعي او د ولسي جرګې غړی محمد عبده وايي، چې د کاندیدانو تر منځ د سیاسي خبرو له ناکامېدو سره د ټاکنو د لانجمنه غوټه لاپسې ټینګېږي او د سیاسي نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د ټاکنو د لانجې اوږدېدو د افغانانو او نړیوالې ټولنې د صبر کاسه ډکه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې د څارونکو له کلک ملاتړ سره سره تر اوسه د ټاکنو د پایلو پر اعلان نه دي بریالي شوی.

Trending

Exit mobile version