تازه خبرونه
امریکا افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو ته خپل متحدین هڅوي
د امریکا د پوځ لوی درستیز اروپا ته ځي، چې د امریکا متحدین افغانستان ته د نورو سرتېرو لیږلو ته وهڅوي.
هغه په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې د اروپا پوځي ماموریت نه دی بشپړ شوی، خو یو شمېر اروپایي هېوادونه علاقه نه لري، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف دانفورد ویلي، چې مونږ په افغانستان کې دوه ماموریته لرو؛ لومړی ماموریت مو د ترهګرۍ خلاف مبارزه ده او دوه یم هغه مو د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز دی؛ خو ناتو په دې ماموریت کې خپل شرایط بشپړ کړي نه دي.
د جرمني په ګډون څو ځواکمن هېوادونه دې ته لیوال نه دي، چې افغانستان ته نور سرتېري ولیږي او په څرګنده یې دا مساله هم بیان کړې ده.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر وایي، دونالد ترمپ تر اوسه افغانستان ته د نورو سرتېرو د لیږلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې؛ خو په څو اوونیو کې به د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې په اړه اغېزمنه تګلاره جوړه کړي.
پوځي کارپوهان باور لري، چې: امریکا د دې لپاره، چې افغان حکومت سقوط نه شي؛ د سرتېرو د زیاتوالي غوښتنه لري.
پوځي کاپوه عتیق الله امرخېل وایي؛ په هېواد کې یو شمېر مخالفې ډلې د پیاوړي کیدو په حال کې دي، چې دې کار د امریکا اندېښنه راپارولې ده.
پوځي کارپوه میرزا محمد یارمند په ډاګه کړې، چې امریکا دې د سرتېرو د ډېرولو ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونو ته د پرمختللیو زدکړو زمینه هم برابره کړي.
مخکې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې رییس ټینګار کړی و، چې که امریکا او متحدین یې ژر د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره لاس په کار نه شي، شوي پرمختګونه به پر اوبو لاهو شي.
خبریال: قیام نوري