تازه خبرونه

امریکا دې په هوایي بریدونو کې د ولسي وګړیو ژوندانه ته پام ډېر کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د تېر کال جګړو د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله ډېره کړه او د روان میلادي کال په اړه وروستي رپوتونه هم د اندېښنې وړ دي. همدې  خونړي حالت د بشر حقونو د څار نړیوال بنسټ اړ کړ، چې د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس ته یو لیک ولیږي او ترې وغواړي، چې د ملکیانو د ساتنې لپاره باید تدابیر ډېر شي.

د بشر حقونو د څار نړیوال بنسټ د آسیایی څانګې رییس براد آدامز څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د  امریکا په هوایی بریدونو کې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې زیاتیدو اندېښنې را  پارولي، چې د دغو بریدونو د څېړلو لپاره اوسنۍ تګلارې کافي نه دي. د افغانستان په تړاو د تګلارې څېړل کولی شي، ولسي زیانونه حد اقل ته را  ټیټ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي څانګې د څرګندونو له مخې؛  په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا او افغان ځواکونو په هوایی بریدونو کې ۲۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۰ نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون اجرائیه رییس محمد موسی محمودي د ملکیانو د سر و مال ساتنه د دولت او نړیوالو همکارانو مسوولیت ګڼي او وایي، چې دا ستر مسوولیت دی او سرغړونه ترې د بشر حقونه تر پښو لاندې کوي او ان جنګي جنایت ته خبره رسیږي.

په تېر میلادي کال کې ملکي تلفات  ډېر ول؛ په روان کال کې نږدې درې زره ملکي وګړي وژل شوي او شاوخوا اته زره نور ټپیان دي.

خبریال : فهیم نوري

Trending

Exit mobile version