تازه خبرونه
امریکا دې د افغانستان د حاکمیت او ځمکني بشپړتیا درناوی وکړي
چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د چین دا غوښتنه له هغې وروسته مطرح کیږي، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ دفاع وزیر ته واک ورکړ، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو امریکایي سرتېرو په اړه پریکړه وکړي.
د امریکا دفاع وزیرمنلې؛ ولسمشرترمپ ورته اجازه ورکړې، چې افغانستان ته د استول کیدونکیو سرتېرو په دې پرېکړه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت دې پریکړې ته غبرګون ښودلی او وايي، چې په هر اقدام کې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي تر څنګ د سیمې امنیت او ټیکاو ته هم باید درناوی وشي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لو کانگ ویلي، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې پر امنیت او پراختیا اغېز لري. مونږ باورلرو، چې هر اقدام کهلهد هر لوري کیږي، باید په کې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي او دغه راز د افغانستان پخلاینې، د سولې خبرو، د سیمې ثبات او پراختیا ته باید پاملرنه هم وشي.
نوموړی زیاتوي، چې بیجنګ د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دی او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې غوښتنه لري. چین تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې له خبرو ملاتړ کړی دی. مونږ هیله من یو، چې د سیمې اړوند هېوادونه وکړای شي د ترهکرۍ په وړاندې مبارزه کې همکاري او پیوستون د سیمې د سولې او ثبات لپاره پیاوړی کړي.
په ناتو کې د امریکا پخوانی سفیر داگلاس لوت وایي، چې د افغانستان جګړه د پوځي ملاتړ له لارې په سیاسي طریقې حل کیدلی شي.
پنتاګون ته د ځینو پرېکړو واک معقول کار دی او هغوی ته دا واک ورکوي، چې د ماموریت د غوښتنو له مخې د سرتېرو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي؛ خو یوه اندېښنه را منځته کوي، چې څرنګه دولت ډاډ حاصل کړي، چې سیاسي، دیپلوماتیک مسایل، اقتصادي مرستې او استخباراتي رول همغږي شي.
د امریکا دغه پخوانی چاوراکی زیاتوي، واشنګټن په پاکستان کې سترې ګټې لري په دې تناسب ،چې پر اسلام آباد فشار راوړي، چې له افغان طالبانو سره مبارزه وکړي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ په پاکستان کې بېلابېلې ګټې لرو. زه فکر کوم له هغو سترې دي، چې وغواړو له افغان طالبانو سره دې مبارزه وشي. د ترهګرو مجموع او اتومي وسلې په واقعیت کې ملي اساسي ګتي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر ویلي؛ که څه هم په افغانستان کې له داعش، القاعده او طالبانو سرهپه مبارزه کې پرمختګ شوی؛ خو د دغو ډلو ماتول له دې سره تړلي، چې له افغان ځواکونو ملاتړ دوام وکړي او هغه واکونه ورکړ شي، چې د ګټلو لپاره ورته اړتیا ده.
خبریال: فهیم نوري