تازه خبرونه

امریکا د وسلوالو طالبانو پر خلاف پر یرغلیز ماموریت بیا غور کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکايي رسنیو د پنتاګون د چارواکو له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره به د کابل او اسلام آباد په اړیکو او له ترهګرۍ سره پر مبارزه راوڅرخیږي.

د امریکا ان بی سي تلویزیوني شبکې د خبر له مخې؛ ښايي امریکايي سرتېري یو ځل بیا په افغانستان کې یرغلیز حالت غوره کړي. دغې شبکې د پنتاګون د څلورو چارواکو له قوله ویلي، چې ښايي امریکايي سرتېري به پر وسلوالو طالبانو او حقاني شبکه بریدونه وکړي.

ویل کیږي چې امریکايي سرتېري به دا تګلاره د امریکا د ملي امنیت شورا د سلاکار مک ماستر له ارزونې وروسته عملي شي. نوموړی کوښښ کوي، چې په نوې تګلاره کې د کابل او اسلام آباد اړیکې او له ترهګرۍ سره مبارزه د لومړیتوبونو په توګه اعلان کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په ډاګه کړې، چې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه پرېکړه شوې، چې امریکا او د ناتو غړي هېوادونه به په ځمکنۍ جګړه کې برخه نه اخلي او یوازې به خپله مشورتي دنده تر سره کوي.

سیاسي کارپوه صدیق پتمن بیا وایي، چې  امریکا باید خپل شتون په افغانستان کې ځواکمن کړي او اړینه ده، چې دا شتون د یوې پالیسۍ له مخې ښکاره شي، چې په پایله کې یې باید له تلپاتې سولې برخمن شو.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي؛ تر هغې، چې یوه یا دواړه ښکېلې خواوې سولې ته غاړه کیندي؛ هر راز پوځي شتون به یې بې اغېزې وي. ان که امریکا سل کاله په دې هېواد کې پاتې شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د سنا د پوځي جرګه ګۍ رييس جان مک کین هم د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ته ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان له همکارۍ پرته سوله نه شي راتلای.

د نوموړي په وینا؛ په سیمه او نړۍ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د امریکا او پاکستان ستراتژیکه ملګرتیا مهمه ده.

له دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي وه، چې ښايي دونالد ترمپ په افغانستان کې تند دریځ تعقیب کړي.

Trending

Exit mobile version