تازه خبرونه
امریکا به د افغانستان په ثبات کې همکاري کوي
اجرائيه ريیس وايي، چې د امریکا د استخباراتو ريیس د ملي وحدت حکومت له رهبرانو سره لیدلي او ډاډ یې ورکړی، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي.
د ملي وحدت حکومت اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ویلي، چې د امریکا د استخباراتو یا سی آی ای رییس کابل ته په سفر راغلی او له مونږ سره یې هم لیدلي دي.
عبدالله عبدالله زیاتوي؛ د امریکا د استخباراتو رييس ډاډ راکړی، چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ روانې ساتي.
عبدالله ټينګار کوي، چې له خلکو سره باید داسې ژمنې وشي، چې په عملي کولو کې یې ستونزه نه وي.
امریکا له شپاړس کلونو راهیسې په افغانستان کې ښکېله ده او میلیاردونه دالر یې لګولي دي؛ خو اوس هم د افغانستان جګړه نده سړه شوې.
امریکا په افغانستان کې له اداري فساد څخه ناخوښه ده او له افغانستان سره یې خپلې مرستې له فساد سره پر مبارزه مشروطې کړې دي.