تازه خبرونه

امریکا دې په نوې تګلاره کې د ترهګرو اصلی مرکزونه وځپي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت له امریکا تمه لري، چې په نوې تګلاره کې د ترهګرو پر اصلي مرکزونو برید وکړي.

که څه هم تمه وه، چې د امریکا نوې تګلار به بروکسل کې د ناتو په وروستۍ سرمشریزه کې اعلام شوې وای؛ خو داسې ښکاري، چې د اختلافونو په سبب دغه تګلاره نه ده اعلام شوې.

په وروستیو کې د بلک واتر پر نوم د یوې امنیتي خصوصي شرکت بنسټ ایښودونکي امریکایي حکومت ته یوه طرحه وړاندیز کړې، چې له مخې یې د افغانستان جګړه خصوصي شرکتونو ته سپارل کیږي؛ خو دغه طرحه د امریکا د دفاع وزیر او د ملي امنیت سلاکار له مخالفت سره مخ شوې ده.

همدا راز د کورنیو چارو وزارت وایي، څو پورې،  چې د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو فشار رانوړل شي، د امریکا تازه تګلاره به ګټه ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب الله دانش وویل: مونږ د امریکې په نوې تګلاره کې د ترهګرو بر ضد د مبارزې تمه لرو ، چې د هغوی مرکزونه وځپل شي، پرته له دې دا تګلاره به موثره نه وي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان وایي، باید افغان حکومت امریکایي چارواکو ته لازمه لابي ګري وکړي، چې په نوې تګلاره کې د ترهګرو ځپلو لپاره  هڅې پراخې شي.

مخکې له دې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان له امریکایي چارواکو غوښتي وه، چې زرګونه نور بهرني سرتېري افغانستان ته ولیږي، چې افغان ځواکونو ته زدکړې او سلا مشورې ورکړي، امریکایی چارواکو هم ویلي وه، چې له درې تر پېنځه زره  نور سرتېري به افغانستان ته ولیږي.

Trending

Exit mobile version