تازه خبرونه
امریکا د پاکستان پرحزب المجاهدین بندیزونه ولګول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
امریکا په پاکستان کې کشمیرۍ توندلارې ډله حزب المجاهدین بهرنۍ ترهګره ډله وبلله او بندیزونه یې پر ولګول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څرګنده کړې، چې امریکا حزب المجاهدین د بهرنۍ ترهګره ډله نومولې؛ امریکايي ولس او نړیوالې ټولنې ته دا وايي، چې دا ډله ترهګره ده.
په دې ډول د ترهګرو او ترهګرو ډلو له خوا د امریکا د مالي ادارو پر کارولو بندیز لګېږي. پر دې سربېره د دوی خلاف په هڅو کې له امریکايي امنیتي ادارو او نورو حکومتونو سره مرسته پکار ده.
.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، پر حزب المجاهدین له بندیزونو لګولو سره دا ډله د بریدونو لپاره د بسپنې یا چندې له ټولولو هم منع کېږي.
د دې بندیزونو له مخې، په امریکا کې د حزب المجاهدین شتمنۍ کنګلېږي او له دې ډلې سره د امریکايي وګړیو په هر ډول اړیکو هم بندیز لګېږي.